
لاهور 01 فروري (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر محمد شهباز شريف په ډېره الله يار كښې د ګوند لارښود په انتخابي دفتر د لاسي بمي بريد غندنه كړې ۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښې محمد شهباز شريف ووئيل ترهګر اولس د ووټ حق كارولو څخه ايسارول غواړي خو اولس به د ترهګرو څخه مرغوب نشي٬ ده ووئېل مونږ به پاكستان كښې بيا امن راولو۔ ده ووئيل ترهګر كوم مذهب نه لري٬ د پاكستان قام د مضبوطو ارادو مالك دے او زمونږ حوصلې ترهګر نشي ماتولې۔