کوئټه۔ 01 فروری (اے پی پی) د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبېر جمالي په كوئټه كښې د سي اېم اېچ دوره كړې چرته چې داخله وزير د مچھ په ترهګر بريد كښې د ژوبل شوو كسانو سره جلا جلا ملاقات وكړو۔ ده د ژوبل شوو اهلكارو د جذبې ستائنه كولو سره ووئيل د بلوچستان خاوره ستاسو په څير زلمو ته اړتيا لري او ټول اولس په تاسو وياړ لري۔ د رنځورانو تپوس پوښتنې په مهال ژوبل اهلكارو د خپلو جذبو څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ به ترهګر په خپلو ناوړو ارادو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدؤ او ټول عمري له به د خپل هېواد او اولس خذمت كوؤ۔ نګران داخله وزير ووئيل مونږ د ټولو ژوبل شوو زر روغتيا له لاس په دعا يؤ۔(