د كشمير يووالي ورځ به په روايتي جوش او جذبه لمانځلې شي٬ پروګرامونه ترتيب كړے شوي ۔ د خارجه دفتر ويانده

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي د پاكستان حكومت او اولس به د ګل په ورځ د فرورۍ په پنځمه نيټه د كشمير يووالي ورځ په پورا جوش او جذبه لمانځي۔ د زيارت په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال دې ووئيل په دې ورځ د پاكستان په شمول ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان د خپلو كشميريانو ورورڼو سره د ناقابل تنسخ خپلواكۍ حق لپاره د دوي سپېځلو هلو ځلو له د خپل يووالي پخلے كوي۔ دې ووئيل د ماضي غوندې د كشمير يووالي ورځ په روايتي جوش او جذبه لمانځلو لپاره ډېر پروګرامونه ترتيب كړے شوي۔ وياندې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو و كشمير شخړې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي