په صوبه كښې د ټيکسټائل انډسټرۍ پشمول ټول صنعتونه معاشي پرمختګ او د روزګار موقعو وركولو كښې مهم كردار لوبوي۔ حاجي غلام علي

پېښور 31 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي په صوبه كښې د ټيکسټائل انډسټرۍ پشمول ټول صنعتونه معاشي پرمختګ او د روزګار موقعو وركولو كښې مهم كردار لوبوي٬ دوي ته به سهولتونه وركوٶ٬ د هېواد د پرمختګ دارومدار د صنعتونو په پرمختګ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د صوبې ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن يو نمائنده پلاوي سره په ګورنر هاٶس كښې كړې۔ د پلاوي مشري سينئر ممبر محمد تېمور شاہ او وائس چيئرمين سکندر کلي خان خټک كوله٬ په په پلاوي كښې كے اېم ټي٬ جي ټي اېم اېل٬ رائل ټيکسټائل، او د جے ډي اېم نمائندګان شامل وو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه