د كورنيو چارو صوبائی وزیر مچھ كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه،اړوندو چارواكو څخه د پيښې رپورټ وغوښتلې شو

کوئټه 30 جنوري (اے پی پی) د كورنيو چارو نګران صوبائی وزیر میر زبیر جمالی مچھ كښې د ترهه ګرۍ بريدونه سخته غندنه كولو سره اړوندو چارواكو څخه د د پېښې په اړه رپورټ غوغښتلې دې۔خپل يو بيان كښې ده ووئيل څوك چې هم په دې پېښه كښې ككړ دي يا سهولت کار دي يا نيغ په نيغه ككړ دي هغوې له به سخته سزا وركولې شي،فورسزز او د اولس سلامتیا او ښېګړې لپاره لاس په دعا يو، د اولس د مكال او ځان حفاظت ته به خاص پام لرنه كولې شي او زمونږ سیکیورټی فورسز د هېواد څخه د تره هګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دې۔ده ووئيل ټاكنو لپاره فول پروف سیکیورټی انتظامات شوې دي،دې ډول بريدونو سره په ټاكنو كوم فرق نه پريوځي۔ده په پېښه كښې شهيد شويو كسانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔