سرینګر ۔30 جنوری(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې د نهې په ورځ سهار د 3.4 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې د زلزلې جړقونه د لداخ په لهه سيمه كښې محسوس كړې شول۔ د زلزلې مركز په لداخ كښې 5 كلوميټره زمكه كښې ژور وو۔