د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز سره د نيشنل ټيررازم کاٶنټر اتھارټي ډائريکټر جنرل محمد طاهر رائے وليدل

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز سره د ګل په ورځ د نيشنل ټيررازم کاٶنټر اتھارټۍ (نېکټا) ډائريکټر جنرل محمد طاهر رائے ليدلي۔ په دې موقع محمد طاهر وفاقي وزير ته د ادارې په چارو بريفنګ وركړو۔ ده د ترهګرۍ٬ انتها خوښۍ او د تشدد مخنيوي په اړه د ادارو د هلو ځلو٬ اقدامات او پاليسو په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔