د كار په ځايونو كښې په زړه پورې چاپيريال كښې خصوصي وګړي د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كولې شي٬ صدر عارف علي

کراچی۔29 جنوری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د هېواد پرمختګ لپاره د معذورۍ لرونكو وګړو په معاشي هلو ځلو كښې شاملول ضروري دي٬ د كار ځايونو په زړه پورې چاپېريال كښې خصوصي وګړي د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېمپلائرز فېډرېشن آف پاکستان پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د مجيد عزيز په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ پلاوي صدر مملكت ته د بزنس ډس اېبلټی نېټ ورك په اړه ووئيل۔ صدر مملكت ووئيل پبلک او پرائیوېټ سېكټر له به خصوصي وګړو لپاره د ملازمتونو رامخې ته كولو له مرسته كول وي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره د معذورۍ لرونكو وګړو په معاشي هلو ځلو كښې شاملول ضروري دي٬ د كار ځايونو په زړه پورې چاپېريال كښې خصوصي وګړي د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كولې شي۔ ده ووئيل په دې اړه شعور مخ په زياتېدو دے۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د روزكار لرونكو مېرمنو شمېره زياته شوې ۔ ده ووئيل د كار په ځايونو كښی د ځورنې مخنيوي قوانين او غوره چاپېريال د روزګار لرونكو مېرمنو په شمېره كښې د زياتوالي سبب دے۔ ده ووئيل د آئي ټي څانګه د ملازمتونو او ريونيو پېدا كولو زيات صلاحيت لري۔ صدر ووئيل فېډرېشن دې د آئي ټي څانګې ته خاص پاملرنه وكړي۔ صدر مملكت د هنرمند آفرادي قوت په پاكستان او بهر نړۍ كښې قبوليت لپاره د نېشنل سكلز پاسپورټ پروګرام او د معذوره وګړو په ورك فورس كښې شموليت ته پاملرنې كولو له د فېډرېشن هڅې وستائلې