د اسلامي تحریك پاكستان او د پاكستان مسلم لیګ( ن) پلاويو ملاقات، د ټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه

لاهور 29 جنوري (اے پي پي) د اسلامي تحریك پاكستان او د پاكستان مسلم لیګ (ن) پلاويو د ګل په ورځ ګلبرګ كښې د ټاكنو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ د اسلامی تحریك وياند له مخې د اسلامی تحریك پاكستان پلاوي مشري ډاكټر شبیر حسن میثمی كوله دغسې په نورو غړو كښې د تحریك اسلامی پاكستان مركزی سیكرټری اطلاعات زاهد علي اخونزاده ،مركزي لارښود علامه حافظ كاظم رضا نقوي ،سیكرټری شیعه علما كونسل پنجاب قاسم علي قاسمي او د شیعه علما كونسل لاهور لارښود چوهدري صغیر عباس ورك شامل وو۔د پاكستان مسلم لیګ(ن) پلاوي مشري خواجه سعد رفیق كوله دغسې په نورو غړو كښې د (ن) لیګ مركزی لارښود سردار ایاز صادق ،زاهد بخاري او سید مردان علی زیدي شامل وو۔ملاقات كښې د ټاكنو په اړھ د خيالاتو څرګندونه شوې ۔بلخوا علامه ساجد نقوي په سمدستي توګه غونډه رابللي،په دې غونډه كښې د مهمو پريكړو كولو هيله ده۔