حېدرآباد 29 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 210 سانګهړ ټو څخه د جے ډي اے نومولې شوې كانديدې سائرہ بانو وسان وئيلي دي بس سپېځلې ټاكنې د ټولو مسئلو حل دے٬ اولس دې راوړاندې شې او زمونږ ملګرتيا دې وكړي، مونږ به د سندھ اولس ته د دوي حقونه وركوٶ او د پير سائين پاګارا په مشرۍ كښې به سندھ ترقي كوي۔ دې ووئيل مونږ په تشو چغو سورو او لوظونو باور نه لرو۔د ې ووئيل د اولس د ستونزو نه ښه خبر يو۔ په دې موقع كانديد محمد بخش خاص خېلي، پخواني اېم پي اے ماهي خان وسان او نور هم موجود وو