مونږ په ماضي كښې د سيمې د وګر خذمت او پرمختګ باوري كړے ۔ حاجی نور محمد دمړ

کوئټه 29 جنوري (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) د صوبائی اسمبلۍ حلقه پی بی 7 زیارت کم هرنائی څخه نومولي امیدوار حاجی نور محمد دمړ وئيلي دي د بيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكې وګړي زمونږ سره شامليږي،د سيمې سیاسی او قبائلی شخصیات د شرکت نه دا ښكاري چې مونږ په ماضي كښې د سيمې د اولس ښه خدمت كړے او پرمختګ باوري كړے۔د دې خيالاتو څركندونه ده کوئټه پرېس کلب كښې د جمعیت علمائے اسلام لارښود ، ځائې ټرسټي قبائلی ټھیکیدار موسم خان کاکړ ،کونسلر نصر اللہ، ډاكټر غلام محمد، د پاکستان پیپلز پرتآ لارښود محمد علی کاکړ او د هغه ملګري په پاکستان مسلم لیګ (ن) كښې د شمولیت په موقع د پرېس کنفرنس په مهال كړي۔په دې موقع طاهر ترین حکیم ترین، حمد اللہ، اسرار اللہ، احسان اللہ، عنایت اللہ، عابد، منظور ترین او نور هم موجود وو۔