خپلواكي او تعلیم سره خصوصی وګړي د هېواد په معیشت كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔صدر عارف علوی معذوره كسانو د مالی شمولیت په اړه غوندې ته وينا

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي مالی خپلواكي او تعلیم سره خصوصی وګړي د هېواد په معیشت كښې مهم کردار ترسره كولې شي،بايد بینکونه د فراډ ټرانزیکشن په اړه معلومات ترلاسه كولو سره په خپل مانیټرنګ سسټم لا كار وكړي۔د ایوان صدر پریس ونګ د اړخه جاري شوې پریس ریلیز له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوی په مشرۍ كښې معذوره كسانو مالی شمولیت په اړه د بینکونو سی ای اوز/صدرانو غونډه د خالي په ورځ وشوه۔په دې موقع د خيالاتو څرګندونې سره صدر مملکت ډاکټر عارف علوی ووئيل خصوصی وګړو مالی شمولیت سره به د ټولنې په سماجی او اقتصادی پرمختك مثبت اثر پريوځي،تيرو دوه كلونو په مهال معذوره كسانو لپاره بینکنګ انډسټری هڅي د ستائني وړ دي۔صدر مملکت ووئيل خصوصی وګړو په اړه بینکنګ څانګې پالیسۍ څخه نوري څانګي هم نقل وكړي،مائیکرو فنانسنګ بینکونو سی ای اوز پاکستان كښې مائیکرو فنانسنګ سهولیات په اړه مسئلو او چیلنجونو په شميره غور وكړي۔صدر مملکت ووئيل بینکنګ سیکټر مائیکرو فنانسنګ سهولیات ترلاسه كولو لپاره ميرمنو او خصوصی وګړو ډاډګيرنه كيدې شي، مالی خپلواكي او تعلیم سره خصوصی وګړي د هېواد په معیشت كښې مهم کردار ترسره كولې شي۔ګورنر اسټیټ بینک د صدر عارف علوی د خصوصی وګړو مالی شمولیت كښې د آسانيو وركولو په لړ كښې په پرله پسې مرسته او لارښودونه مننه وكړه۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی ته د اسټیټ بینک د اړخه خصوصی وګړو په مالی شمولیت هم بریفنګ وركړې شو۔