پېښور 27 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اليكشن كمېشن د هداياتو په رڼا كښې ضلعې مانيټرنګ افسرانو په لوئر دير، پېښور، اپر دير او کرم سيمو كښې د انتخابي ضابطه اخلاق خلاف ورزي كولو پهه وجه په كانديدانو جرمانه لګولې۔ د ضلعې مانيټرنګ دفتر لوئر دير د پلټنو په مهال د پي کے 15 لوئر دير په آزاد امدوار همايون خان 50 زره روپۍ، د پي کے 7 لوئي دير آزاد اميدوار محبوب شاه 50 زره روپۍ جرمانه لګولې ده۔اوچیئرمین ویلیج کونسل ګل آباد لوئر دیر مراد رحمان 30 زره روپۍ جرمانه لګولې شوي۔دغه كانديدانو ته تر 29 جنوري د جرمانے جمع کولو سره چالان وړاندې كولو سپارښتنه شوي۔ډسټرکټ مانیټرنګ آفیسر پېښور کارروائی کولو سره حلقه پی کے 79 پېښور څخه د مسلم لیګ (ن) امیدوار جلال خان 5 زره روپۍ جرمانه،حلقه پی کے 73 پېښور څخه د پی ټی آئی پی امیدوار ارباب وسیم حیات 5 زره روپۍ ، حلقه پی کے 73 پېښور څخه د جے یو آئی( ف) امیدوار عبدالحسیب 5 زره روپۍ او چیئرمین نیبرهډ کونسل بهاری کالونی حاجی محمد اسماعیل 50 زره روپۍ جرمانه لګولې شوي۔دغه امیدوارانو ته تر 29 جنوري د جرمانے جمع کولو سره د چالان وړاندې كولو سپارښتنه شوي۔دغسې ډسټرکټ مانیټرنګ آفیسر اپر دیر کار روائی کولو سره چیئرمین ویلیج کونسل نشان بانډه اپر دیر ملك شاه الدین 5 زره روپۍ جرمانه لګولې ،امیدوار ته تر 29 جنوري د جرمانے جمع کولو سره د چالان وړاندې كولو سپارښتنه شوي۔ډسټرکټ مانیټرنګ آفیسر کرم کارروائی کولو سره حلقه پی کے 95 کرم كښې په چیئرمین تحصیل کونسل سنټرل کرم احسان الله 25 زره روپۍ جرمانه او پی کے 96 کرم آزاد امیدوار علی هادی 15 زره روپۍ جرمانه لګولې ،امیدوارانو ته ته تر 29 جنوري د جرمانے جمع کولو سره د چالان وړاندې كولو سپارښتنه شوي۔