پېښور 26 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټي مركزي سينئر نائب صدر او د خېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي امير حېدر خان هوتي وئيلي دي په ماضي كښې مې د اولس خېرښګړې لپاره رېكارډ پرمختيائي كارونه كړي٬ دا ځل په ټاكلے كېدو به د مردان پشمول د صوبو په ټولو سيمو كښې د سياسي تړون نه پرته د تعليم او صحت په څانګو كښې بهترۍ او اولس ته د روزګار موقعې وركولو ته پام لرنه كوم ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه په باغ ارم مردان كښې شموليتي دستورې خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع اعظم خان، انور خان او سبزعلي خان خپلې د خپلې كورنۍ او ملګرو سره په اے اېن پي كښئ د شاملېدو اعلان وكړه۔ امير حېدر خان هوتي د نوو شاملو شوو ملګرو هركلي كولو سره ووئيل دوي به په وخت راتللو د ګوند عظيمه سرمايه وي۔