امان الله كنزاني په تربت كښې په پوليس د بريد او د ترهه ګرۍ كاروائيو غندنه وكړه

كوئټه 25جنوری (اے پی پی)د قانون او پارليماني چارو او پراسيكيوشن لنډ مهاله صوبائي وزير امان الله كنزاني تربت كښې الېكشن دفتر په حفاظت تعينات پوليس باندې د بريد او د ترهه ګرۍ د كاروائيو غندنه كړې ۔په خپل بيان كښې ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔