د پي ټي آئي لخوا د عدليې په نګرانۍ كښې د ټاكنو كولو درخواست خارج كړے شو

پېښور 25جنوری (اے پی پی) پېښور هائي كورټ د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)لخوا د عدليې په نګرانۍ كښې د ټاكنو كولو درخواست خارج كړے دے ۔د پیښور هائي كورټ جسټس اعجاز نواز او جسټس شكيل احمد په درخواست محفوظ پريكړه اورولې چې پكښې درخواست خارج كړے شوے۔درخواست د پاكستان تحريك انصاف(پي ټي آئي)مركزي وياند معظم بټ ايډووكېټ دائر كړے ؤ ٬ پي ټي آئي ټاكنې د عدليې په نګرۍ كښې د كولو استدعا كړی وه۔