الېكشن ٬ اېن اے 23 مردان III څخه 11 اميدواران ټاكنو كښې برخه اخلي

پېښور/مردان 25 جنوري (اے پي پي) د كال 2024 په ټولټاكنو كښې د مردان III حلقه اېن اے 23 څخه 11 اميدواران په مېدان كښې ولاړ دي چې پكښې درې آزاد هم شامل دي۔ اے پي پي ته د ترلاسه معلومات له مخې په اېن اے 23 كښې د تحريك انصاف ملاتړ لرونكے آزاد اميدوار علي محمد خان٬ كليم الله طورو د جے يو آئي (ف)٬ د پيپلز پارټۍ شعېب عالم خان٬ د اے اېن پي پخوانے اېم پي اے احمد خان بهادر٬ د جماعت اسلامي عاقب اسماعيل ٬ د مسلم ليګ ن جلال خټك٬ د پاكستان مسلم ليګ عبدالعظيم٬ د امن ترقي پارټي بشير خان او د پاكستان شريعت پارټي معزالله خان سره سره شعېب خان او زرمحمد د آزاد اميدوار په حېثت په انتخابات كښې برخه اخلي۔ د يادونې وړ ده د مردان په حلقه اېن اے 23 كښې د مجموعي رجسټرډ ووټونو شمېره 4 لكه 61 زره 602 ده چې پكښې 2 لكه 55 زره 185 نارينه او 2 لكه 6 زره 417 زنانه ووټونه شامل دي۔ دغسې اېن اے 23 لپاره 317 پولنګ سټېشنز جوړ كړے شوي۔