پېښور 25 جنوري (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې د انتخابی ضابطه اخلاق د خلاف ورزو په ضد كاروائۍ روانې دي ٬ په دې لړ كښې د كوهاټ ډسټركټ مانيټرنګ چاوراكي د دوه ځله نوټس جاري كولو باوجود په عدم حاضرۍ كاروائي كولو كښې د ګمبټ تحصيل كونسل چیئرمېن ساجد اقبال 50 زره جرمانه كړے۔ ضلعي مانيټرنګ چارواكي ته د سوشل ميډيا د لارې معلومه شوې وه چې د تحصيل كونسل چیئرمېن ساجد اقبال د اېن اے 35 کوهاټ كانديد شهریار خان اپریدي، د پي کے 90 او د پي کے 92 كانديدانو لپاره انتخابي كمپائن چلوي او په وركرز كنونشن كښې هم ګدون كوي كومه چې د ضابطه اخلاق خلاف ورزي ده٬ دغسې وضاحت لپاره هغه ته په 17مه او 18مه جنورۍ نوټس جاري كړے شوے ؤ خو ھغه حاضر نه شو۔