الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا كانديدانو ته پخپلو پوسټرو٬ بېنرو او هېنډ بلز د سركاري چارواكي د عكس نه لګولو امر وكړو

پېښور 25 جنوري (اے پي پي) الېکشن کمېشن د خېبرپختونخوا ټولو كانديدانو ته امر كړے چې پخپلو پوسټرو٬ بېنرو او هېنډ بلز د سركاري چارواكو عكس ونه لګوې۔ د جاري اعلاميې له مخې دا عمل د ضابطه اخلاق د شق 27 خلاف ورزۍ په زمره كښې راځي۔ الېكشن كمېشن د څلورو واړو صوبو الېكشن كمشنرز ته چيټۍ استولو كښې ډسټركټ مانيټرنګ چارواكو ته په دې لړ كښې د كاروائۍ كولو امر كړے دے۔