کوئټه۔ 25 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان عوامي پارټۍ چيف آرګنائزر او د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مير جان محمد خان جمالي د عمراني قبيلې مشر سردار فتح علي خان عمراني په ناڅاپي مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د ارواښاد په حق رسېدو سره چې كومه خلا رامخې ته شوې ده تر اوږدې مودې به ډكه نه شي۔ ده ووئيل سردار فتح علي خان عمراني د يو عظيم شخصيت مالك وو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔