د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه په ليډي ريډنګ هسپتال كښې په کیت ليب كښې د اور لګېدو پېښې نوټس واغست

پیښور 24 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی جسټس(ر)سيد ارشد حسېن شاه د ليډي ريډنګ روغتون پېښور كارډيالوجي بلاك كيت ليب كښې د اور لګېدو د پېښې نوټس اغستے۔وزيراعلُٰی د روغتيا صلاحكار او د روغتيا محكمې چارواكو ته د ځاے څارنې او د پېښې پلټنو كولو هدايت كړے۔ وزيراعلٰی سيد ارشد حسېن شاه وئيلې دي په روغتونونو كښې د داسې پېښو مخ نيوي باوري كولو لپاره دې ضروري اقدامات وكړے شي۔