پیښور 24 جنوری (اے پی پی)خېبرپښتونخوا كښې د فرورۍ په 8مه نېټه كېدونكو ټول ټاكنو كښې 6 پخواني اعلٰی وزيران برخه اخلي۔په راروانو ټاكنو كښې برخه اخستونكو د خېبرپښتونخوا 6 پخوانو اعلٰی وزيرانو كښې د اين اے 24 چارسده څخه آفتاب احمد خان شېرپاؤ برخه اخلي٬اين اے 22 مردان څخه امير حېدر خان هوتي٬سردار مهتاب احمد خان عباسي د اېبټ آباد حلقه اېن اے 6 څخه برخه اخلي۔دغسې پخوانے اعلٰی وزير اكرم خان دراني پي كے 100 ٬ پروېز خټك د نوښار حلقه اېن اے 33 او پي كے 87 او 88 څخه او محمود خان د حلقه اېن اے 4 سوات څخه راتلونكو ټاكنو كښې كانديدان دي۔