د سندھ ګورنر كامران ټېسوري سره د ګلګت بلتستان وزيرانو ملاقات٬د سېلګرۍ ودې پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه

كراچي 24 جنوری (اے پی پی)د سندھ ګورنر كامران خان ټسيوري سره د ګلګت بلتستان وزيرانو په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔په پلاوي كښې د قانون او روغتيا صوبائي وزير سيد سهيل عباس٬د خزانې صوبائي وزير انجينئر محمد اسماعيل او د ګلګت بلتستان د تعليم صوبائي وزير غلام شهزاد آغا شامل وو۔جاري شوې اعلاميې له مخې په ملاقات كښې د سېلګرۍ په وده ٬د سندھ او ګلګت بلتستان ترمينځه د مرستې په زياتولو ٬بېلو څانګو كښې د پلاويو په تبادلو او د شريكې خوښې چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې ۔دغسې د ګلګت بلتستان صوبائي وزيرانو د اولس خېرښېګړی لپاره د سندھ ګورنر اقدامات مثالي وګرځول۔