بره كوهستان 24 جنوری (اے پی پی)بره كوهستان كښې په اچهاړ ناله كښې د خواري كښو وړونكې ګاډي د پیښې په نتيجه كښې 3 كسان مړه او 11 ژوبل شوي۔د رېسكيو 1122 وياند له مخې كنټرول روم ته اطلاع ترلاسه كېدو سره د ډسټركټ ايمرجنسي افيسر په هدايت مېډيكل ډلې د ايمبولينس سره د پیښې ځاې ته ورسېدې۔د شپې رامخې ته شوې پیښه كښې 3 خواري كښ په ټكي مړه او 11 ژوبل شوي۔د رېسكيو 1122 بره كوهستان او كوز كوهستان اهلكارو ژوبل شوو ته ابتدائي طبي مرسته وركړه او هغوي يې داسو ډسټركټ هيډكوارټر ته منتقل كړل۔په دې كښې 6 سخت ژوبل دي ٬ دغسې 6 سخت ووېل شوي رېسكيو 1122 د كوز او بره كوهستان ايمبولينسز كښې اېبټ آباد ته منتقل كړې دي ۔