ملتان٬ په ټرافيكي پېښه كښې كوچنۍ او يوه مېرمن مړه٬ دوه كسان ژوبل

ملتان 22 جنوري (اے پي پي) په ملتان كښې د ټرك او موټرسائيکل ترمېنځه د تصادم په نتيجه كښې كوچنۍ او يوه مېرمن مړه او دوه نور كسان ژوبل شوي۔ رېسكيو 1122 له مخې مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔ د پوليسو له مخې پېښه د ټرك ټائر برسټ كېدو له امله رامخې ته شوې