پېښور 22 جنوري (اے پي پي) د پېښور په صدر كښې په موبائل ټائم سنټر كښې په لګيدلې اور 70 فیصده قابو موندلے شوے۔ د ډی جي ریسکیو 1122 خېبر پښتونخوا ډاکټر خطیر له مخې د ریسکیو تازه فائر فائټرز په اور قابو قابو موندلو كښې بوښت دي،د اور شدت كم شوے،لوګې زيات دے۔ټائم سنټر كښې موجود موبائل دکانونو كښې د پرتو یو پی اېس ،بېټرو او د موبائل اېکسسیریز چاؤدلو له امله بيا بيا اور لګي خو د ریسکیو ډلې په دې قابو موندلو له هڅې كوي او هيله ده چې ډېر زر به پرې په بشپړه توګه قابو وموندلے شي