د بلوچستان نګران وزیر اعلیٰ تربت كښې د لالا رشید بلوچ په ګاډي د ډزو پېښه وغندله

كوئټه 22 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان نګران وزیر اعلیٰ میر علی مردان خان ډومكی په تربت كښې د لالا رشید بلوچ په ګاډي د ډزو پېښه غندلو سره د ككړ كسانو نيولو لپاره د كاروائي كولو هدايت كړے دے۔ د جاري شوې يو بيان له مخې میر علی مردان خان ډومكی ووئيل د لالا رشید بلوچ په ګاډي د ډزو پېښه د غندنې وړ ده، د لوے څښتن شكر دے چې لالا رشید بلوچ او د هغه ملګرې محفوظ پاتے شوي دي۔ میر علی مردان خان ډومكی د تورنو د زر تر نيولو هدايت كړے دے۔ ده په تربت كښې رامخې ته شوې دې پېښې په تناظر كښې په ټوله صوبه كښې انتظامی افسرانو ته امر كړے چې په ټاكنو كښې برخه اخستونكو ټولو كانديدانو له دې امنيت وركړے شي دغسې چې ټول كانديدان په امناكه ډول ښه چاپيرچل كښې خپلې هلې ځلې روانې وساتلې شي۔