ایمل ولي خان د حاجي بهادر خان د مور په مړینه د غم دړد څرګنده کړه

پېښور 21 جنوري (اے پي پي) د عوامی نیشنل ګوند صوبائی صدر امل ولی خان د اے این پی لوئر دیر صدر حاجی بهادر خان (كانديد این اے 6 او پی کے 17) د مور په مړينه خفګان څرګندونه وكړه۔ نوموړي په نامه د غمرازۍ په پيغام کښې ده ووئيل چې په دې كښې هيڅ شك نشته چې د مور مړينه يو لوئ غم وي ۔عوامي نېشنل ګوند د حاجي بهادر خان او د هغه له ټولې کورنۍ سره په دې غم کښې شريك دې ۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پولو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔