دیره مراد جمالی 20 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان نګران وزیراعلیٰ مرو علی مردان خان ډومكي په مشرۍ كښې د ټولټاكنو په اړه د ناصر آباد ډويژن د 6 ضلعو د ډپټي کمشنرانو غونډه شوې ده په غونډه كښې د امن صورتحال او د ټاكنو په اړه د اقداماتو جاج واخستلې شو د غونډي مشري د صوبې د كورنيو چارو وزيرمير زبير خان جمالي كوله په غونډه كښې د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، ايډيشنل چيف سيکرټري داخله زاهد سليم، ايډيشنل آئي جي پوليس جواد ډوګر، کمشنر نصراباد ډويژن ډي آئي جي او د 6 ضلعو د ډپټي کمشنرانو ګډون وكړو په غونډه كښې په امناكه ډول د ټولټاکنو کولو لپاره انتظاماتو ته حتمي شکل ورکړې شو۔د ټرانسپورټ لپاره فنډ به د صوبايي حکومت لخوا ډپټي کمشنرانو ته په دوه ورځو کښې جاري كړې شي ،رامناكه ټاکنو لپاره كوټلې امنيتي پلان جوړ شوې، افواهاتو ته غوږ مه ږدئ، ټاکنې به په ټاکلې شوې نېټه کېږي او د ټاکنو لپاره به چمتووالی نيولې شي ۔په بلوچستان کښې د ټاکنو تيارۍ بشپړ شوې۔