پېښور ۔ 19 جنوری (اے پی پی) ټول ټاكنو لپاره په ګرده صوبه كښې به 15737 پولنګ اسټېشنونه جوړولې شي٬ په كومو كښې چې 4,812 تر ټولو زيات حساس ، 6,581 حساس او 4,344 نارمل ګرځولې شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا اعلی چارواكو لخوا په صوبه كښې د ټولټاكنو تياريانو حوالې سره د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ته د وركړې شوي بريفنګ له مخې په صوبه كښې به 1919 پولنګ اسټېشنونه په هغه سيمو كښې وي چرته واورې پرېوزي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د رجسټرډ ووټرز شمېره 2 کروړ 16 لکه 92 زره 381 ده۔ ټولټاكنو لپاره د خېبر پښتونخوا د ضم شويو ضلعو په شمول د سوئيلي ضلعو په زيات حساس پولنګ اسټېشنونو به 11 ٬ 11 سکیورټی اهلکار تعينات كولې شي۔ د خېبر پښتونخوا د چارواكو له مخې د باقي ضلعو په زياتو حساسو پولنګ سټېشنونو به 7 ٬ 7 امنيتي اهلكار تعينات كولې شي۔ دغسې د ضم شويو او سوئيلي ضلعو په حساس پولنګ سټېشنونو به 7 ٬ 7 او په نارمل پولنګ سټېشنونو به 4 ٬ 4 اهكار تعينات كولې شي۔ په صوبه كښې به د قومي اسمبلۍ په 45 او د صوبائي اسمبلۍ په 115 عمومي چوكو ټاكنې كېږي۔ د پولنګ په ورځ د نوموړو سياسي لارښودو امنيت لپاره د ډی پی اوز په كچه پلانز ترتيب كولې شي۔