ګجرات ، د كشتۍ اپوټه كېدو پېښه ٬ 14 زده كوؤنكي او 2 استاذان مړه

ګاندھی نګر۔19جنوری(اے پی پی) د هندي رياست ګجرات په هرنی ليك كښې كښې د يوې كشتۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې د سكول 14 زده كوؤنكي او 2 استاذان ډوبېدو سره مړه شوي دي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې دا پیښه د ګجرات رياست ډودرا ښار ته نزدې په هرني لېك كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د زده كوؤنكو يوې ډلې په كشتۍ كښې سېل كولو۔ زده كوؤنكي سېلفي اخستو لپاره د كشتۍ يو اړخ ته شول چې له امله يۍ كشتۍ د توازن په ځپل كېدو اپوټه شوه۔ په پیښه كښې د سكول 14 زده كوؤنكي او 2 استاذان ډوبېدو سره مړه شول۔ پاتې 10 زده كوؤنكي او 2 استاذان بچ كړې شي دي۔ پېښې سره د مخ شويو ټولو زده كوؤنكو تعلق د وډودرا نيو سن رائز سكول سره ښودلے شوے دے