ګلګت 18 جنوري (اے پي پي) په ګلګت كښې د ترهګرۍ لويه منصوبه ناكامه كړې شوې ٬ چنار باغ ګلګت كښې په وي آئي پي روټ د پل لاندې ديسي ساخت بم اېښودے شوے ؤ ۔ ځائي پوليس چارواكي اے پي پي ته ووئيل د بم تر لاسه كېدو تصديق شوے٬ بم ډسپوزل سكوارډ په هغه وخت بن ناكاره كړو٬ پوليس ووئيل بم ديسې جوړ ٶ۔ پوليس له مخې دا د ترهګرو لويه منصوبه وه كومه چې ناكامه كړې شوې ۔