بلوچستان، په شمالي ضلعو كښې د يخنۍ شدت زياتېدو امكان دے

کوئټه 18 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو كښې موسم وچ او په شمالي ضلعو كښې د يخنۍ شدت زياتېدو امكان دے۔ د موسميات محكمې له مخې د حررات درجه په قلات كښې منفي 3 ډګري رېكارډ كړې شوې٬ د راتلونكو 24 ساعتو په مهال په زياتره سيمه كښې د وچ او په شمالي سيمو كښې د يخنۍ شدت زياتېدو امكان دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په كوئټه ښار كښې لږ تر لږ د حرارت درجه صفر ډګري سنټي ګرېډ رېكارډ كړې شوې او د دې نه علاوه په باركهان كښې 6 ٬ د البندين كښې 4 ٬ خضدار كښې 5 ٬ تربت كښې 16 ٬ ګوادر كښې 14 ٬ سبي كښې 6 ٬ پسني كښې 13 او پنجګور كښې 8 ډګري سنټي ګرېډ ريكارډ كړې شوې۔