
اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي)د قومي وطن پارټي مركزي چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ د ايران لخوا د پولې د خلاف ورزۍ او د بريد غندنه كړې ده ۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه وېب پاڼه ايكس ټوېټر خپل ټوېټ كښې ده ووئيل د ايران لخوا د پاكستانو پولو په خلاف ورزۍ اندېښنه لرم٬د ايران لخوا بريد او د ماشومانو د شهادت غندنه كوو۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل د هېواد په خپلواكۍ كومه سمجهوته كولې نه شو٬ترهه ګري يقيني يوه سيمه ايزه مسئله ده كومه چې په شريكه د خبرو اترو د لارې حل كول پكار ده ٬ ده ووئېل دا ډول یپښو څخه شريكو اړيكو ته زيان رسېدلے شي۔