د خېبر پښتونخوا حكومت په اي سګرېټ او وېپس اغستو او خرڅولو د بندېز لګولو پرېكړه

پېښور۔ 17 جنوری (اے پی پی) د خېبر بښتونخوا نګران حكومت صوبه كښې د اي سګرېټ او وېپس په اغستو او خرڅولو د بندېز لګولو پرېكړه كړې ده۔ د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د اي سګرېټ د لاسه ماشومان او ځوانان د نشې او د روغتيا سنګينو مسئلو سره مخ كېدے شي۔ دفعه 144 د ای سګریټ استعمال كښې د رامخې ته شوي زياتوالي د لاسه لګولې شوې ۔ په نوټیفېکېشن كښې وئيلې شوي د ټولو تعليمي ادارو خوا وشا كښې به د 50 ميټرو په حد كښې د اي سګرېټ او وېپس په خرڅولو بندېز وي۔ د صوبائي حكومت له مخې په ځوانانو كښې د سګرېټ او وېپنګ كارولو رجحان مخ په زياتېدو دے۔ د خېبر پښتونخوا د داخله محكمې لخوا انتظاميې ته په ګرده صوبه كښې د دفعه 144 لاندې د بندېز لګولو وئيلې شوي۔ د داخله څانګې وېنا ده 21 كاله عمر څخ د لږ عمر په وګړو دې د ای سګرېټ او وېپنګ په كارولو بندېز ولګولے شي دغسې تعليمي ادارو ته نزدې د اي سګرېټ اغستلو او خرڅولو په ضد به هم كارروائي كولې شي