بلاول بهټو زرداري د ګوند لارښود غلام حسېن بروهي سره د هغه د ځوان زوي په مرګ د غمرازۍ څرګندونه

كراچي 16 جنوري )اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د ګوند جيكب آباد پخواني جنرل سېكرټري او د انسټي ټيوټ آف اسكن ډيزيز ډائرېكټر غلام حسېن بروهي سره د هغه د ځوان زوي په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړی ده ۔د مېډيا سيل بلاول هاؤس څخه جاري بيان له مخې بلاول بهټو زرداري د غمرازۍ پیغام كښې وئېلې دي چې ستاسو په غم كښې برابر شريك يم۔ده دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔