په هېواد كښې په وخت ټاكنې كول د ټولو مسئلو حل دے ۔سكندر حيات خان شېرپاؤ

پیښور 16 جنوري )اے پي پي)د قومي وطن بارټي صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ وئېلي دي په هېواد كښې په وخت ټاكنې كول د ټولو مسئلو حل دے ٬ د كومو په سبب چې به هېواد كښې معاشي او سياسي استحكام راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په چارسده كښې يو شموليتي دستورې ته په وينا كښې وكړه۔په دې موقع د نورو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو وصال خان٬زبير خان٬عزيز خان او وارث خان د خپلو ملګرو او كورنيو پشمول قومي وطن پارټي كښې د شموليت اعلان وكړو ۔ده ووئيل اولس ګرانۍ٬بې روزګارۍ او د توان بحران غوندې مسئلو سره مخ دے٬اقتدار كښې د راتللو سره به د دې مسئلو حل لپاره سنجيده اقدامات كوو۔