چارسده٬ هشتنغر قامي اولسي اتحاد د قومي وطن پارټۍ د ملاتړ اعلان وكړو

پیښور15 جنوري )اے پي پي)په چارسده ضلع كښې د هشتنګر قامي اولسي اتحاد د قومي وطن پارټي د ملاتړ اعلان كړے دے ۔د قومي وطن پارټي وياند له مخې هشتنغر قامي اولسي اتحاد په چارسده كښې د قومي وطن پارټي د قامي او صوبائي اسمبلو كانديدانو د ملاتړ اعلان كړے۔د ملاتړ اعلان د قومي وطن پارټي صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شيرپاؤ په موجودګۍ كښې او د هشتنغر قامي اولسي اتحاد مشرانو ترمينځه د يوې جرګې په مهال شوے ۔په دې موقع د قومي وطن پارټي صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ ووئيل د سيمې پرمختګ او د خلقو خېرښېګړی لپاره به شريكې هلې ځلې كوو ۔ده ووئيل مونږ وړاندې هم د سيمې د اولس خذمت كړے او راتلونكې كښې به هم كوو۔سكندر حيات خان شېرپاؤ ووئيل قومي وطن ګوند به د سيمې او اولس بنيادي مسئلو حل ترلاسه كولو لپاره په هر فورم غږ پورته كوي۔