كراچۍ ۔15 جنوري ٠اے پي پي)پاكستان رينجرز اوز د سنده پوليس په ګډه عملياتو كولو كښ د كشمور په كچه سيمه كښې د ګېلپور تنګواني څخه تیشتولي شوي 9 د ټركونو ډرائېوران راخوشي كړي دي ٬ د سنده رينجرز وياند تر مخه د تېرې شپې نه د رېنجرز او پوليس په كچه سيمه كښې د ډاكوانو خلاف اپرېشن روان دے ٬ تېره اوونۍ ډاكوانو د انډس هائې وئے نه 9 د ټركونو ډرائېوان تښتولي وو ٬ دغسې پاكستان رېنجرز او د سنده پوليس د ډاكوانو په ضد عملياتو كولو كښې د ګېلپور تنګواني څخه دغه ډرائېوان راخوښي كړي ٬ د ملزمانو سهولت كار د وړاندې نه د پوليس په ولقه كښې دي ۔ د ډائرېكټر جنرل ريجنرز سنده په امر د جرائم پېشه كسانو په ضد اپرېشن روان دے او د وګرو تحفظ له هر ممكن ګامونه پورته كړے كېږي ۔ رېنجرز اولس ته غږ كړے چې د جرائم پېشه خلقو په ضد اطلاع د رېنجرز په هيلپ لائن 1101 وركړې يا د رينجرز ملااتړ لپاره په واټس اېپ لمر 03479001111 كال يا مېسج وكړې ۔