د بلوچستان د قانون نګران وفاقي وزير په كيچ كښې د ترهګرو د بريد غندنه وكړه

صحبت پور۔ 14 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان د قانون نګران وفاقي وزير حاجي مير امان الله خان كنراني په كېچ كښې د ترھګرو د بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو شهيد شويو ځوانانو لپاره د لوړو درجو دعا كړې ده۔ په جاري شوي يو بيان كښې د قانون وفاقي وزير د شهيدانو كورنيو سره خواخوږي كولو سره هغوي له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده پېښه كښې ژوبل شويو لپاره د زرغتيا دعا هم وكړه۔ ده ووئيل په هېواد كښې امن په ځايې كولو له امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي كومې به چې كله هم بې ځايه لاړې نه شي۔