جعلی آډیو پیغامونه/وائس نوټ د ټول ټاكنو 2024 تياريانو په اړه بې بنسټه ډنډورې او ناسمه معلومات خپروي٬ د خيبر پښتونخوا حكومت

پېښور۔ 13 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حكومت وئيلي دي چې جعلی آډیو پیغامونه /وائس نوټ د ټول ټاكنو 2024 تياريانو په اړه بې بنسټه ډنډورې او ناسمه معلومات خپروي۔ د خالي په ورځ د خېبر پښتونخوا حكومت لخوا جاري شوي د خبرتيا پېغام كښې وئيلې شوي چې اعلیٰ چارواكو د دې نوټس اخستے چې په سوشل ميډيا جعلي آډيو پېغامونه/ وائس نوټ ګردش كوي كوم چې د ټول ټاكنو 2024 تياريانو په اړه بې بنسټه ډنډورې او ناسمه معلومات خپروي۔ دلته دا وئيل ضروري دي چې د پاكستان د آئين له مخې الېکشن کمېشن آف پاکستان ( ای سی پی ) د آزادو او سپېځلې ټاكنو عمل باوري كولو پابند دے ځكه ټولو سركاري چارواكو ته هدايت كولے شي چې هغوي دې د الېكشن كمېشن لخوا په جاري كړې شويو هداياتو په صحيح معنو كښې عمل وكړي۔ بلخوا عامو وګړو ته دا مشوره وركولې شي چې هغوي دې په ناسمه معلوماتو او ډنډورو باور كولو او د دې خپرولو څخه ډډه وكړي۔