مير زبير جمالي په كوئټه كښې په پوليس اهلكار د ډزو پيښه وغندله

کوئټه۔ 13 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان نګران داخله وزير مير زبېر جمالي په كوئټه كښې په پوليس اهلكار د ډزو پېښې غندنه كولو سره د پوليس اهلكار په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په خپل بيان كښې نګران داخله وزير د پېښې رپورټ طلب كولو سره د شهيد پوليس اهلكار كورنۍ سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړه۔