
پېښور ۔ 12 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي صحتمندانه ټولنه تشكيل كولو له د سول سوسائټۍ په ای سګرېټ اوې وېپ د بندېز لګكولو غوښتنه سمه ګرځولو سره وئيلي دي چې صحت عامه او په خاص توګه تندرست او تكړا ځوانانو لپاره د هر ډول نشائي توكو ختمول د حكومت په ذمه وارو كښې شامل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د غېر سرکاری تنظیم بلیووینز پروګرام منېجر قمرنسیم په مشرۍ كښې نمائنده پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقعه پلاوي ګورنر حاجي غلام علي ته ووئيل په ګرده نړۍ كښې د تماكو نوي مصنوعات ډېرې تندۍ سره رامخې ته كېږي او زمونږ په هېواد كښې هم دا پراډكټس په بازارونو كښې آسانۍ سره شتون لري او زيات شمېر خلق د لوګي نه غېر تماكو كښې رغبت لري۔ پلاوي ووئيل د هېواد موجوده قانون په الېكټرانك سګرېټ نه لاګو كېږي او دا سوب دے چې د دې په كارولو كښې اضافه كېږي۔ پلاوي ګورنر ته خواست وكړو چې هغه د اي سېګرېټ په تولو قسمونو بندېز لګولو له اقدامات وكړي او په دې لړ كښې يۍ په صوبه كښې د قانون سازۍ تجويز هم وركړو۔ ګورنر په دې موقعه د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري سره رابطه وكړه او ده ته يۍ د سول سوسائټۍ د غړو د غوښتنې جاج اخستو ووئيل۔ ګورنر زياته كړه چې د الېكټرانك سېګرېټ په شمول د نورو مصنوعاتو كارولو مخنيوي له دې قانون سازي هم وكړې شي۔(