پېښور ۔ 12 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا مستحق وګړو مهم غذائي ضرورتونه ترسره كولو لپاره كنګ سلمان ريليف سېنټر په ټانك ٬ مالاكنډ او مهمند كښې د 11,000 فوډ پېکجز وېشلو كار پېل كړے دے۔ د كنګ سلمان ريليف سېنټر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې اقدام مقصد د صوبې د مستحق وګړو مهم غذائي ضرورتونه ترسره كول دي۔ هر يو فوډ پېكج په 80 كلو فائن اوړو ، 5 كلو ګرام دال چنا، 5 لټر كوكنګ آئل او 5 كلوګرام چینو مشتمل دے۔ دا پېكج د ریلیف بحالی وآبادکاری خېبر پښتونخوا محكمې ، صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی خېبر پښتونخوا ، UNOCHA KP، صوبائی حکومتی انتظامیې او ایثار فاؤنډېشن د ګډې هڅو د لارې وېشلې شي او دې څخه به د درې واړو ضلعو 77000 وګړي استفاده وكړي۔