پېښور 10 جنوري (اے پي پي) په شمالي وزيرستان كښې نامعلومه كسانو لخوا د ډزو په نتيجه كښې د خېبرپښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ آزاد كانديد پشمول درې كسان په حق رسېدلې دي ۔ پوليس له مخې د شمالي وزيرستان په تپي كلي كښې د ډزو په نتيجه كښې ملك كليم الله جان پشمول دوه نور ملګري پحق رسېدلې۔ مړي ځائي روغتون ته منتقل كړے شوي۔ د يادونې وړ ده ملك كليم الله د پي كے 104 څخه په حېثيت ټاكنو كښې برخه اغستله ۔