کراچۍ 10 جنوري (اے پي پي) د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري د مسلم ليګ (ن) لارښود محمد شهباز شريف سره ټېلي فوني تماس نيولے دے ۔ د ټېلي فوني تماس په مهال د هېواد په مجموعي سياسي وضعه٬ معاشي ستونزو حل كولو لپاره په اقدامات او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ دا خبره د ګورنر هاٶس كراچۍ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده