د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د صوبې د بېلا بېلو ضلعو او د ضم شوو ضلعو لېكچررز ملاقات

پېښور 10 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د صوبې د بېلا بېلو ضلعو او د ضم شوو ضلعو د لېكچررز پلاوي ملاقات كړے ۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي په غړو كښې د کرم، سوئيلي او شمالي وزيرستان، خېبر ضلعو ، د پخوانو اېف آرز بنو، کوهاټ پشمول د ضم شوو ضلعو د بېلا بېلو سيمو ميرانشاه، ميرعلي، دره آدم خېل پشمول د ګورنمنټ كالج كوټ حبيب الله٬ وانا او د عليزئي لېكچررز شامل وو۔ په دې موقع ګورنر حاجي غلام علي ووئيل د ټولنې معمارانو ته ډېر عزت او احترام ترلاسه دے ځكه چې دوي زمونږ د سباٶن د معمارانو په سبب د قام محسن وي۔ ده ووئيل حكومت به په ايماندارۍ سره د ضم شوې ضلعو د پسماندګۍ خاتمې او د تعليم ودې لپاره خپل كردار لوبوي۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه