د کوهاټ انډس هائي وے لاچي ټول پلازه سره نزدې د پوليس په چيك پوسټ بريد ٬ د دري پوليس اهلکارو پشمول څلور کسان شهيدان

پېښور 10جنوری (اے پی پی) د كوهاټ انډس هائي وے لاچي ټول پلازه سره نزدې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرۍ په بريد كښې د 3 پوليسو په شمول 4 كسان شهيدان شوي دي۔ د کوهاټ پولیس له مخې ترهګرو د شپې ناوخته د لاچي ټول پلازه سره نزدې د پولیسو په پوسته برید كړې دې ۔ په دې بريد كښې په يو بل د ډزو په مهال درې پوليس اهلكار شهيدان شوې ۔ په دې مهال يو عام وګړے هم شهید شوے۔په وژلې شوؤ کښې د لکی مروت اوسېدونکی هيډ کانسټېبل امجد، هيډ کانسټېبل جنيد، کانسټېبل وقار او نور محمد شامل دي۔ د پېښي اطلاع ترلاسه كيدو سره د پوليس سيمي ته رسيدلي او سيمه يې ولقه كښې اخستلو سره د لټون عمليات پيل کړي دي۔