پېښور 10 جنوری (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا د لکی مروت ضلعې په تخته خيل سيمه كښې د نامعلومه كسانو په كور دننه د ډزو په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 8 كسان وژلې شوې دي۔ دپوليس له مخې دغه پيښه تيره شپه رامينځ ته شوې چې پکښې نامعلومه کسان کور ته ننوتلو سره 8 كسان په ډزو كولو سره وژلې دي ٬په مړو كسانو كښې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي٬ مړي د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته رسولې شوي دي. پوليس د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي۔ د پوليس چارواکو له مخې پيښه د دښمنۍ نتيجه ښكاري خو د پلټنو نه پس به ووجوهات معلومولې شي۔