د بلوچستان کابینې د احمد شھزاد په نګرانۍ كښې کوئټه كښې د کرکټ اکیډمۍ جوړولو پريكړه كړې۔د اطلاعات صوبائی وزیر جان اچکزئی

کوئټه 09 جنوری (اے پي پي) د بلوچستان د اطلاعات او خپرونو نګران وزير جان اچکزئۍ وئيلي دي د بلوچستان کابینې د قامي کرکټر احمد شهزاد په نګرانۍ كښې كوئټه كښې د كركټ اكيډمۍ جوړولو پريكړه كړې ده۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ کوئټه كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ جان اچکزئی ووئيل ګڼو ځوانانو بيلو لوبو كښې د صوبې نامه روښانه كړې، احمد شهزاد له د بلوچستان د ځوانانو کرکټرز قامی ډلي نمائندګۍ په اړه روډ میپ وركوو،هغه به د صوبې صلاحیت لرونكې لوبغاړي قامی ډله كښې شاملولو له كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د ځوانانو لوبغاړو تربیې لپاره به ډاډګيرنه كولې شي، کرکټ اکیډمۍ جوړولو سره به ځوانانو ته موقعې ترلاسه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان جمهوری هېواد دے او امناكه احتجاج د ټولو حق دے۔